کابل باختر د کب دمياشتې ٩ :
دماليې وزيراکليل حکيمي پرون دکورنيو چارو وزارت له پخوانيو قرارداديانو سره ددوى دستونزو په باب دخپل کار په دفتر کې وکتل.
د ماليې وزارت په پر له پسې نوښت او هلوځلو سره بريالى شوى دى چې د ١٣٩١، ١٣٩٢ ، ١٣٩٣ کلونو لپاره دقرارداديانو دتادياتو داجرا کولو لپاره دتمويلوونکو قناعت برابر کړي .
په نتيجه کې پريکړه وشوه دقرارداديانوپيسې دکورنيو چارو وزارت اودتمويلونکو په همغږۍ ددوى دسندونو او مدارکو له په پام کې نيولو سره دشفاف بهير له لارې ورکړ شي.
2 د یوې دقیقې څخه لږ