امنیت

دکورنيو چارو وزارت جنرال کيمپل وستايه.

کابل – باختر د کب دمياشتې ٥
دکورنيو چارو وزارت نن په افغانستان کې دناتو او دامريکايي پوځيانو دلوى قوماندان جان کيمپل کړه وړه وستايل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ په افغانستان کې دناتو او دامريکايي پوځيانو لوى قوماندان جنرال جان کيمپل چې ١٨ مياشتو راپه دې خوا يې په افغانستان کې ددغو ځواکونو قوماندانۍ په غاړه لرله او اوس يې ماموريت پاى ته رسيدلى دى ،په هغو مراسمو کې چې دکورنيو چارو وزارت د مشرتابۀ له خوا پرځاى شوي و دکورنيو چارو دوزير له خوا وستايل شو.
دکورنيو چارو وزير نور الحق علومي په دغو مراسمو کې دجنرال کيمپل د کړو وړو يادونه وکړه او ويې ويل: چې ده په افغانستان کې دخپل پوځي ماموريت په بهير کې په صادقانه توګه په جديت سره دامنيت دتامينولو ، له ډار اچونې سره دمبارزې او دافغانستان دامنيتي ځواکونو د ملاتړ په لاره کې کار او مبارزه وکړه چې دکورنيو چارو وزارت دملي پوليسو دځواکونو په پياوړتيا کې دهغه ملاتړيز رول ته دقدر په سترګه ګورى دکورنيو چارو وزير څرګنده کړه چې دافغانستان خلک دجنرال کيمپل خدمتونه نه هيروى او په ياد به يې ولري چې ده په نه ستړکيدونکى توګه او شپه او ورځ په هيواد کې دامنيت دتامينولو په لاره کې ستر رول لوبولى دى .دغه راز دکورنيو چارو وزارت دامنيتي چارو ستر معين ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي په افغانستان کې دايتلاف دځواکونو دلوى قوماندان جنرال کميپل دستاينې په مراسمو کې وويل چې جنرال کميپل دافغانستان دامنيتي ځواکونو د يو سرتيري په شان په ٢٤  ساعته ډول د ډار اچوونکو پرخلاف دمبارزې او په افغانستان کې دامنيت او ثبات د ټينګښت په کار بوخت و چې خدمتونه يې دقدر وړ او نه هيريدونکي دي .
دکورنيو چارو وزير او ددغه وزارت ستر امنيتي معين په دغو مراسمو کې دهيواد له امنيتي ځواکونو په تيره بيا ددغو ځواکونو د روزنې ،سمبالولو او مشورې ورکولو په برخه کې دنړيوالې ټولنې په دايمي ملاتړ ټينګار وکړ او په دې لاره کې يې دجان کيمپل هلې ځلې وستايلې.
په همدې حال کې جنرال جان کيمپل د ده دکړنو دستاينې له امله کورنيو چارو وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه او ويې ويل چې دافغانستان امنيتي ځواکونه د ډار اچونکو بريدونو دشنډولو لپاره لوړ ظرفيت او ځواکمني لري او لازمه ده چې دافغانستان خلک ددغو ځواکونو په ځواکمنۍ هيلمن واوسي.
ددغو مراسمو په پاى کې دکورنيو چارو وزير دقدردانۍ په توګه يو کرچ جنرال کيمپل ته ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته