دکورنيو چارو وزارت تاميناتي معينيت ته نوى ودانۍ جوړيږي

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ١١ :
دکورنيو چارو وزارت  تاميناتي معينيت ته نوى ودانۍ جوړيږي .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  ددغې ودانۍ دبنسټ ډبره نن دکورنيو چارو وزارت  دتاميناتي معين لوى پاسوال غلام علي وحدت له خوا کېښودل شوه.
دکورنيوچارو وزارت دتعميراتو رييس وويل دغه ودانۍ دپنځه اعشاريه شپږپنځوسو مليونو ډالرو په لګښت د ١٥٣٣ متره مربع ځمکې په ساحه کې په اوو پوړونو کې په پاخه اواساسي ډول په اتلسو مياشتو کې جوړيږي چې په هرپوړ کې ددغه وزارت دتاميناتي معينيت کارکوونکو ته دکار ٢٢ خونې په پام کې نيول شوي دي.
ديادونې وړ ده چې  جاپان ددغې پروژې پولي تمويلوونکې دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته