امنیت

دکورنيو چارووزارت :له غير مسوولو وسله والو کسانوسره جدي چلند کېږي .

کابل باختردسلواغې شلمه :
دکورنيو چارو وزارت دپوليسو  ټولو ځواکونو ته لارښوونه کړې ده چې له غير مسوولو وسله والو کسانو ، قانون ماټوونکو ، زورواکو، جنايتکارانو سره  جدي چلند وکړي او هغوى دقانون منګولو ته وسپاري .
  دکورنيو چارو وزارت  ټينګار کړى دى چې پوليس  له دغه شان کسانو سره دمخامخ کيدو  په وخت کې د ډزو او دهغوى دنيولو له حق څخه برخمن دي .
  دکورنيو چارو وزارت  په دې خبردارى کې ويل شوي دي  دافغانستان دپتمنو خلکو  دامنيت دتامينولو په مقصد په جديت او څرګند ډول ابلاغېږي .چې غير مسوول وسله وال کسان  ، قانون ماټوونکي او زورواکې وروسته له دې دهېواد په هيڅ ولايت کې  تګ راتګ نه شي کولى .
  دغه وزارت ټينکار کړى دى چې پوليس دهېواد دخلکو دښه امنيت دتامينولو لپاره  هيڅ زورواکې ته اجازه نه ورکوي  چې عمومي امنيت او نظم ګډوډ کړي .
دکورنيو چارو وزارت له خلکو څخه هم غوښتنه کړې ده چې دغير مسوولو وسله والو کسانو په نيولو کې له پوليسو سره همکارى وکړي .
داپه داسې حال کې ده  چې دهېواد جمهور رييس محمد اشرف غني په دې وروستيو وختو کې امنيتي ځواکونو ته  په خطاب کې وويل  هر څوک چې ددولت په وړاندې له وسلې څخه کار اخلي  دښمن دى اوبايد له منځه يوړل شي
ښاغلي غني چې  دکورنيو چارو وزارت دپوليسو دځانګړو قطعاتوديو کلن  کارونو دڅيړنې او لارښوونې په سيمينار کې  خبرې کولې زياته کړه (  زه له هغو کسانو څخه نه يم  چې يوورځ  هغوى ته  دوست ووايم او بله ورځ دښمن ځکه  له دښمن څخه زما تعريف  څرګند دى او ددوى عملونه ثابتوي چې دښمنان دي  )
جمهور رييس غني  دسولې دبهير په باب هم وويل چې حکومت سوله غواړي خو سوله له کمزورې دريځ  څخه نه ترلاسه کېږي . بلکې کولاى شو  دامنيتي ځواکونو دتورې او ميړانې په قوت  دوامدارې سولې ته ورسيږو .
ښاغلي غني دخپلو خبرو په دوام زياته کړه چې  دامنيتي ځواکونو په شتون سره دسولې ګدايي نه کوو او په کمزورى دريځ کې هم نه يو .
جمهور رييس غني په دغو مراسمو کې يوځل بيا  ټينګار وکړچې افغانستان پتمنه سوله غواړي او هيڅوک امنيتي او دفاعي ځواکونوته په سپکه سترګه کتلى نه شي  ځکه هغوى  دافغانستان دپت او عزت ساتونکي دي .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته