ټولنه

دکورنيو بڼ ګوټو او د پلاستيکي تونلونو زياتوالى

کابل باختر د کب شلمه :
دکرنې او اوبو لګولو وزارت د هيواد په شمال ختيځو ولايتونوکې د ژمى په فصل کې د سبو توليد رواجول او د بڼوالى اودمالدارۍ د ملي پروژې دکورنيو بڼ ګوټو  جوړول عملي کړي دي.
دکورنيو بڼګوټو جوړول د بڼوالى او مالدارۍ دملي پروژې دفعاليتونو ډيره مهم برخه بلل کيږي چې دکندز، بغلان ، تخاراو دبدخشان د ولايتونو په ځينو ولسواليو کې دتطبيق په حال کې دي.
دافغانستان دکرني اواوبو لګولو وزير محمد آصف رحيمي دباخترآژانس خبريال ته ويل چې دکورنيو بڼګوټو د جوړولو اصلي هدف په ټولنيزوکارونو د ميرمنو د برلاسي زياتوالى، د خوار ځواکۍ کمښت او د ژمى په فصل کې په سبو د خلکو د برلاسي تامينول دي.
ددغه پروګرام په چوکاټ کې په څلورو اړوندو ولايتونوکې يو زرو اته سوه بزګرې  ښځې له کورنيو بڼګوټو او له پلاستيکي تونلونوڅخه د استفادې په لاره کې روزلې شوې دي او دغه راز د بينډۍ، پيازو، بادرنګ، فاصيلې، سپينې ملۍ، کرم، توربادنجان، پالک، ګازرې، تره تيزک، ډنيا، دوبني کدو،  ملي سرخک، ګندنه، هوږې او رومي بانجان په ګډون د شپاړلسو ډولو سبو تخمونه او د ژمى په فصل کې د سبو دکرکيلې لپاره په ترويجي ډول کرنيز وسايل او درې نوي پلاستيکي تونلونه ويشلي دي .
دکرنې او اوبو لګولو د وزير دڅرګندونو له مخې: له کورنيو بڼګوټو څخه ترلاسه شوي حاصلات په سيمه ئيزو بازارونوکې پلورل کيږي او پيسې به يې د کورنيو د اړتياوو د لرې کولو په لاره کې ولګول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته