کابلباختردميزان ١٣
دکورنيو چارو وزير دخصوصي سکتور له يوشميراستازو سره د کورنيو چارو وزارت په قرارګاه کې وکت .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ : په دې کتنه
کې دافغانستان دسوداګري اوصنايعو دخونو عامل هيت ، د صرافانو اوزرګرانو داتحاديورييسانواو دافغانستان له بيلا بيلو ولايتونو څخه دهيواديوشميرملي سوداګرو ګډون کړي وو.
دغونډې په پيل کې خانجان الکوزي ، دسوداګرۍ دخونو عامل هيت اذرخش حافظي ، دصرافانو د اتحاديې رئيس حاجي نجيب اود زرګرانو په استازيتوب حاجي بهلول دهيواد دامنيتي مسلو په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې موږ دخصوصي سکتور په استازيتوب دامنيت د تامينولوپه لاره کې دافغانستان
دملي پوليسو ملاتړ کوو .
په همدې حال کې دهيواد د کورنيو چارو وزيرمحمدعمر داودزي دملي سوداګرو اودهيواد د خلکو دامنيت په تا مينولو ټينګار وکړ او ويې ويل چې دافغانستان ملي پوليس دامنيت د تامينولواو د قانون د واکمنۍ د تنفيذ په لاره کې ستاسو همکارۍ او ملاتړ ته اړتيا لري .
د کورنيو چارو وزير له دوي څخه وغوښتل چې په دې برخه کې له ملي پوليسو سره همکاري و کړي او دغه راز له هغوي څخه يې وغوښتل چې په خپلو تجارتي معاملو کې له افغانۍ پيسو څخه استفاده وکړي اوپه راکړه ورکړه کې د بهرنيو پيسو له اخستلو څخه دي په جدي ډول مخنيوي وکړي .
په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې دامنيت دښه والي اود ملي سودا ګرو دستونزو دلرې کولو په مقصد دې په مياشت کې يوځل د ولايتونودامنيه قوماندانانو په ګډون د هيواد په مرکز او ولايتونو کې منظمي غونډې جوړې شي
1 1 دقیقه لوستل