امنیت

دکندهار دملي امنيت يوکارکوونکې ووژل شو

کابل باختردوري دمياشتې ١٠ :

دکندهارولايت دملي امنيت يو کارکوونکې تيره شپه  دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.

دغه کارکوونکې چې هويت يي نه دي  په ډاګه شوي  تيره شپه دکندهار ښار دشهيدانو چوک ته څيرمه ددوو تنو موټرسايکل سپروله خوا ډزې وشوي او ووژل شو.

دکندهار ولايت درسنيو مسوول  جاويد فيصل وايي چې  دملي امنيت دغه کارکوونکې  په تخته پل ولسوالۍ کې  دنده لرله .

ده  وسله وال طالبان ددغې پيښې عاملين وبلل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته