ورزش

دکندز پوهنتون دکرکټ ټيم د پاکستان د لاهور پوهنتون ټيم ته ماتې ورکړه

کابل باختر دمرغومي څليرويشتمه :
دکندز پوهنتون دکرکټ ټيم د پاکستان د لاهور پوهنتون دکرکټ پرټيم بريالى شو .
د افغانستان دکرکټ بورد ويندوى او د رسنيو مسوول فريد هوتک دباخترآژانس خبريال ته وويل: د دغو دوو ټيمونوترمنځ د کرکټ لوبې د پاکستان په لاهور ښارکې  پيل شوې دي چې په پرونۍ لوبه کې د کندز پوهنتون د کرکټ  ټيم د پاکستان د لاهور پوهنتون ټيم ته ماتې ورکړه.
په دې سيالۍ کې لوبه لومړى د لاهور پوهنتون ټيم پيل کړه او د کندز ټيم ته يې  يوسلويوشپيته منډې هدف وټاکه چې دغه ټيم ورکړاى شوى هدف پوره کړي او بريالى شو .
د يادونې وړ ده چې د کندز پوهنتون ټيم به نن خپله پنځوس اوره لوبه د لاهور پوهنتون له ټيم سره ترسره کړي او په پاى کې به يو شل اوره لوبه له دغه ټيم سره ترسره کړي.
د هيواد د شمال د سيمو دکرکټ دمسوول نور علم فريد دڅرګندونو له مخې: څرنګه چې اوس دهيواد د شمال په سيموکې هواسړه ده او موږ د ورزشکارانو ترمنځ د ورزش د پرمختګ لپاره د هيواد دکرکټ بورد په موافقه د دغه ټيم ورزشکاران د سيالۍ لپاره د لاهور ښار ته واستول چې هيله لرو په ښو برياليتوبونو سره هيواد ته راستانه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته