امنیت

دکندز په ګڼ ميشتو لارو کې دوسله والو طالبانو ناکامه بم ايښودنې

دکندزښار باختر دکب دمياشتې ٢٩ :
په کندزښارکې  په ګڼ ميشتو لارو کې د وسله والو طالبانو يولړ بم  ايښودني ناکامه شوي.
پوليس وويل چې طالبانو نيت درلود  چې د نوى کال د ورځو په پيل کې د يو لړبمونو  په ايښودلوسره   خونړۍ پيښې را منځته کړي .
دکندز ولايت دپوليسو ويندوى  سيدسرور حسيني دباختر خبري آ ژانس ته وويل :
  دغه بمونه  دکندز ښار په تلاوکه  عمومي واټ  او يو ښوونځي ته   څيرمه ځاى پرځاى شوي و .
دحسيني دڅرگندونوله مخې : امنيتي مامورينو دغه بمونه کشف او شنډکړي دي .
ده وويل  چې امنيتي مامورين  ددغو  ناکامو بم ايښودنو دعاملانو دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته