امنیت

دکندز په خان آباد ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو دوسلو او مهماتو يوه ډيپو کشف شوه.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو پرون د کندو ولايت دخان آباد  په ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو د وسلو او مهماتود يوې ديپو په کشفولو بريالي شول .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغه ډيپو کې  په ترلاسه شويو وسلو او مهماتو کې  يو الو انداز،  دوه
آ ر- پى – جي    ٧ توغندي او شپږ کلاشنکوفونه شامل دي .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې د پيښې په اړوند يو تن  نيول شوى او ترتحقيق لاندې دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته