دکندز ټيم دڅوارلس کلنو ځوانانو دفوټبال دلوبو اتل شو .

کابل باختر د زمري شپږمه :
په شمال ختيځ زون کې دڅوارلس کلنو ځوانانو د فوټبال سيالي دکندز دټيم په اتلوالۍ سره پاى ته ورسيدې .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختراژانس خبريال ته وويل په دغوسياليو کې دکندز ،تخار ، بغلان ، اودبدخشان دولايتونو ټيمونو ګډون درلود او په پاى کې دکندز ټيم وکولاى شول داتلوالۍ مقام وګټي .
دهيواد په نورو زونونوکې ددغو سياليو لړۍ دوام لري .