امنیت

دکندز ولايت دکليو د بيا جوړولو او پراختيا د رييس د وژنې عاملين ونيول شول

کابل باختر دمرغومي دوه ويشتمه :
د ملي امنيت دلوى رياست موظفينو يوه پنځه کسيزه ډله انسان تښتوونکي او د طالبانو د ډلې يوقوماندان په بغلان ولايت کې ونيول.
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: يوه پنځه کسيزه ډله انسان تښتوونکي چې څه موده مخکې يې دکندز ولايت کليو د بياجوړولو اوپراختيا رييس انجنير شفيق الله يې د بغلان-کندز په لويه لاره کې تښتولى او شهيدکړى و؛ دملي امنيت د لوى رياست د موظفينو له خوا ونيول شول. نيول شويوکسانو په خپل جرم اعتراف کړى دى .
ديوبل خبر له مخې:  دملي امنيت دلوى رياست موظفينو په يوبل اقدام کې دبغلان ولايت دکيله ګي د ظهرابي د کليو اوسيدونکى او د وسله والوطالبانو د ډلې يو قوماندان ملاکبيرچې دبغلان ولايت د ډنډ غوري ولسوالۍ او دکيله ګي په مربوطاتوکې يې په تروريستي فعاليت بوخت و؛ ونيوه.
دغه راز دملي امنيت دلوى رياست موظفينو په جلا جلاعملياتوکې د ابراهيم په نامه يوبل سړى له يوې تومانچې سره او د نشه يي توکو يوقاچاق وړونکي له دوه پنځوسوکيلوګرامو چرسو او له دووکرولا موټرونوسره د پل حصار او د شمالي سالنګ د ولسواليو او د پلخمري ښار د حسن خيلو د سيمې په مربوطاتوکې نيولى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته