کابل باختر د وري دوه ويشتمه :
دکندز والي وايي چې هيڅوک ددغه ولايت ددولتي ادارو په تشو بستونوکې دشموليت دازموينې په بهير کې دلاسوهنې حق نه لري .
دکندز دوالي وياند نعمت الله تيموري دباختراژانس خبريال ته وويل دکندز والي عبدالجبار نعيمي په هغې غونډه کې چې دلوړو زده کړو وزارت له خوا ددولتي ادارو دتشو بستونو دازموينو داخستلو لپاره کندز ولايت ته استول شوى دى دغه څرګندونې وکړې .
دلوړو زده کړو وزارت استول شوي هيئت په دې غونډه کې زياته کړه چې په دې ازموينه کې نږدې شپږ زره تنه نجونې اوهلکان ددوه سوه اته څلويښتو تشو بستونو لپاره په لست کې شامل شوي دي .
تيموري زياته کړه چې دولايت دادارې دبشري منابعو رييس ته دنده سپارل شوې ده هغه بسـتونه چې دپوهنې په رياست او په نورو دولتي ادارو کې تراوسه پورې دسرپرستانو له خوا اداره کيږي ډير ژر مشخص شي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل