کابل / باختر د لړم د مياشتې ٩ :
د کندز ولايت دپيښې حقيقت موندونکي کميسيون خپل رپوټ بشپړ کړى او د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس، اجرائيه رئيس او د ملي امنيت شورا ته يې سپارلى دى.
فاروق وردګ په دې اړوند وايي چې دغه کميسيون د رپوټ په برابرولوکې دکندز په پيښې او د طالبانو له خوا د دغه ولايت په نيول کيدو پورې ټولې اړوندې برخې څيړلې او له خلکو، سيمه ييزو مقاماتو او د ملي امنيت د شورا له غړو سره يې خبرې اترې کړې دي او دغه راز د دغه رپوټ په برابرولوکې چې ٢٠٠ مخونه او ٢٠٠٠ توضيحي مخونه لري؛ دمدني ټولنې، ځوانانو او دښځوله استازو سره مرکې کړې او د مطبوعاتو هغه ليکنې چې دکندز له نيول کيدو څخه درې اوونۍ وروسته خپاره کړي او آن په فيسبوک کې ليکنې لوستې او په پام کې نيولي دي.
وردګ له رسنيو سره په اړيکه کې دا په ډاګه نه کړه چې کوم عوامل د مخالفينو له خوا د کندز ښار د نيول کيدو سبب شول؛ خو ويې ويل چې د حقيقت موندلو د کميسيون غړي حاضر دي چې د خپل رپوټ په باب جمهوررئيس، اجرائيه رئيس او د ملي امنيت شورا ته توضيحات ورکړي. په تيرو څوارلسو کلونوکې کندز يوازينى ولايت دى چې د طالبانو له خوا نيول شوى و.
د مخالفينوله خوا د کندز نيول کيدو د افغان امنيتي ځواکونو د ځواکمنۍ اوله افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو د وتلو په باب يو لړ پوښتنې طرحه کړې.
له همدې امله د امريکا متحده ايالاتو پريکړه وکړه چې په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د شتون او د هغوى د ماموريت موده اوږده کړي.
فاروق وردګ وويل: وپتيل شوه چې د ملي امنيت شورا د دغو رپوټونو په باب غور وکړي او که چيرې هغوى په دې اړوند توضيحات وغواړي او کومه پوښتنه ولري؛ د حقيقت موندلو کميسيون ته به مراجعه وکړي .
دغه رپوټ هغه سپارښتنې هم له ځان سره لري چې په دريو برخو ويشل شوي دي چې تشکيلاتي، کادري او د ادارې او پاليسۍ د څرنګوالي برخې پکې شاملې دي.
دکندز ښار د روان کال د تلي د مياشتې په شپږمه نيټه چې په کابل د طالبانو د واکمنۍ کاليزه هم وه؛ د وسله والوطالبانوپه ډلې پورې د اړوندوکسانو لاسته ورغى .
طالبانو په کندز ښار د خپلې واکمنۍ په څو ساعتونوکې ددغه ښار څه ناڅه ١٦٠ تنه اوسيدونکي ووژل، ٦٢ ټولګټې ادارې يې په بشپړ ډول او يا په قسمي توګه ويجاړې کړې، د څو رسنيو ودانۍ ړنګې کړې، دوکانونه او تجارتي سرايونه يې لوټ کړل؛ آن په څو ميرمنو د طالبانو د جنسي تيري موارد هم خپاره شوي دي .
د افغانستان دولت او خلکو او نړيوالې ټولنې په کندزکې د طالبانو جنايتونه جنګي جنايتونه وبلل چې د هغوى ترڅنګ د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو تروريستانو هم شتون درلود.