دکندز دکوبه يي د نجونو دليسې ودانۍ پرانيستل شوه
کابل باختردمرغومي دمياشتې ٥ :
دکندزولايت دکوبه يي د نجونو د ليسې نوې ودانۍ پرون د يوې غونډې په ترڅ کې پرانيستل شوه.
دکندز ولايت د پوهنې رييس محمدظاهر نظم د باختراژانس خبريال ته وويل :
دغه ودانۍ د دوه اتيا زرو امريکايي ډالرو په لګښت د دوه جريبه ځمکې په ساحه کې جوړه شوې ده .
يوه اړونده خبرځاى وويل: دغه ودانۍ شپږويشت درسي خونې، دکنفرانس سالون او نور ضروري ملحقات لري .
د ده دڅرګندونوله مخې: پخوا د دغې ليسې زده کوونکو د درسي خونو د نشتوالې له امله په پرانيستې فضا کې زده کړه کوله.
ديوبل خبرله مخې :
دکندزولايت د خان آباد ولسوالۍ دمحمدحسين مياخيل د ليسې نوې ودانۍ پرون پرانيستل شوه.
دکندزولايت له نشه يي توکوسره د مبارزې د رييس محمدبصير دڅرگندونوله مخې: د محمدحسين مياخيل ليسه د هېواد په کچه يوه ستره ليسه ده او نوې ودانۍ يې له نشه يي توکوسره د مبارزې د چارو وزارت د بودجې په لګښت بشپړه شوې ده .
د ده دڅرگندونوله مخې: د محمدحسين مياخيل ليسه د لومړي ځل لپاره په ١٣٣٧ کال کې په نهو خونو کې جوړه شوه او وروسته ليسې ته لوړ شو.
بصير زياته کړه: په دې ليسه کې په يو وخت کې اووه زره پنځه سوه تنه ځاييږي.