دکندز دسپين زر تصدي دسلګونوجريبه غصب شوې ځمکې راستنول .
کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه
دکندز دسپين زر تصدي په سلګونو جريبه غضب شوې ځمکه بيا دولت ته مسترده شوه .
داپه هېواد کې يوه ستره تصدي بلل کيږي او څه ناڅه اتيا کاله مخکې يې دپومبې دپروسس په برخه کې خپل فعاليت پيل کړى و .
دکندز دسپين زر تصدي رييس محمد الله وردګ باختراژانس ته خبر ورکړ ددغې تصدي اړوند له پنځه زره اووه سوه جريبه غصب شوې ځمکې څخه پنځه زره جريبه يې په دې وروستيو وختو کې دځمکې دغاصبانو له کنترول څخه ازاده کړې شوې ده او ددغې تصدي په واک کې ورکړل شوې ده .
وردګ زياته کړه دتخار ولايت په ينګي قلعه اوخواجه غار ولسواليو او دکندز ولايت دامام صاحب په ولسوالۍ کې ددغې تصدي ځينې هغه ځمکې چې دزورواکو له خوا غصب شوي وې له هغوى څخه بيرته اخستل شوې او جوړ شوي ډيوالونه پکې ړنګ شوي دي
ده وويل سره له دې چې ددغې تصدي مهمې برخې تراوسه پورې نه دې فعالي خو تصدي عوايد هم دتيرو کلونو په نسبت زيات شوي دي .
ويل کيږي په ١٣٩٣ کال کې ددغې تصدي عوايد لس مليونه افغانۍ وو چې ددغې تصدي اړوند دکورونو دکرايي او ځمکې داجارې له لارې ترلاسه شوي و خو په ١٣٩٤ کال کې دغه اندازه پنځلس مليونو افغانيو ته زياته شوې ده چې دسپين زر تصدي دعوايدو په کچه په سلو کې پنځه ديرش زياتوالي ښيي .
دتصدي رييس وايي همدا اوس ددغې تصدي دملکيت څه ناڅه پنځه زره جريبه ځمکه دزورواکو له خوا غصب شوي او ددغو ځمکو دبيرته اخستلو لپاره هلې ځلې دوام لري .
وردګ زياته کړه ددغو عوايدو زياته برخه ددغې ادارې معاشونو اوکورنيو لګښتونو ته ورکوله کيږي او يوقلم يې ددولت خزانې ته حواله کيږي .