امنیت

دکندز دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر له يوې چاودنې څخه روغ رمټ پاتې شو .

کابل باختر دليندي پنځمه :
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر نن په واټ کې دښخ کړى شوي ماين له چاودنې څخه روغ رمټ  پاتې شو .
دکندز دامنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين  رحماني دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه ددغه ولايت دعلي ابادولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه چې دکندز  دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر دسپرلۍ موټر له سيمې څخه تيريده .  په دې پيښه کې چاته زيان نه دى اوښتى .
  ديوبل خبرله مخې،  پوليسو نن په کندز ولايت کې څلور ماينونه شنډ کړل .
دکندز ښار دپوليسو دڅلورمې حوزې آمر څارمن شيرمحمد پارسا دباختراژانس خبريال ته وويل دغه ماينونه ددغې حوزې په مربوطاتو کې کشف اوشنډ کړى شول .     ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته