دکندزپه ناامنو ساحو کې پوځي عمليات پيل شول

کندزباختردکب دمياشتې٢٦ نيټه :
د وسله والو مخالفانو له شتون څخه د کندزښار د ناامنو ساحو د پاکولو په موخه  نن پوځي عمليات پيل شول.
دکندز د والي وياند نعمت الله تيموري باخترآژانس ته وويل ؛ چې دغه ګډ   عمليات په کندز ښار پورې اړوند د چپرمه ، ارتبلاقي  اوداميرغلام په کليو کې پيل شوي دي.
ديوبل خبرله مخې ؛ دکندز پوليسو دوسله والو مخالفانو له خوا يو ښخ کړاى شوى ماين کشف اوشنډکړ.
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني وويل ؛  دغه ماين   په کندز ښارکې دپوليسو ددرېمې حوزې  دساحې په  عمومي واټ  کې  ځاى پرځاى کړاى شوى و . پاى   ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته