دکندزولايت دامام صاحب ولسوالۍ دبريښنا سب ستيشن پرانستل شو.

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ١٣ :
دانرژي او اوبو وزير محمداسماعيل نن  دکندزولايت دامام صاحب ولسوالۍ  دبريښنا سب ستيشن پرانست.
دانرژي او اوبو وزير وويل:  دغه سب ستيشن  داسيا دپرمختيا بانک په مرسته  جوړشوى دى اودشپاړلسو ميګاواټه بريښنا دتوليد ظرفيت لري او درې زره کورنۍ  ورڅخه ګټه اخلي .
دانرژي او اوبو وزير څرگنده  کړه، دبريښنا دغه شبکه دهندوستان داف  پي  اف     
کمپني له خوا جوړه شوې ده .
دکندز ولايت دانرژي او اوبورييس انجينر حميدالله وويل  دغه سب ستيشن داسيا دپرمختيا بانک په مرسته ددولسو مليونو ډالرو په لګښت دمدرنو وسايلو سره مونتاژشوى دى  .
دامام صاحب ولسوالۍ يو اوسيدونکي  په دغې ولسوالۍ کې  دبريښنا دشبکې د جوړيدو او مونتاژ له امله  خوښي څر‌گنده کړه او ويې ويل  چې دبريښنا انرژي يوه ستره اړتيا ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته