دکليو د بيا جوړولو او پراختيا وزير هرات ته ورسيد

کابل باختر دسلواغي دويمه :
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزير نن د هرات ولايت ته ورسيد .
دکليو د بيا جوړولو او پراختيا وزير انجنير ويس برمک په کليوالي سيموکې د بيا جوړولو او د پرمختيايي پروژو د بنسټ ايښودلو او پرانستلوپه مراسمو کې دګډون په مقصد د يو هيئت په مشرۍ د هرات ولايت ته رسيدلى دى.
د هرات والي سيد فضل الله واحدي هم دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزيرته د هرکلى د ويلو په ترڅ کې دکليو په کچه د لرې پرتوسيموپراختيا ته د زياتې پاملرنې او پانګونې غوښتنه کړې ده.
د باخترآژنس دخبر له مخې: دکليو د بياجوړولو او پراختيا وزير په داسې حال کې هرات ته سفر کوي چې د روان کال په بهيرکې هم په دغه ولايت کې نږدې شپږسوه عمراني طرحې د ملي پيوستون د پروګرام، د کليوالي لارو د جوړولو د پروګرام او د سيمه ئيزې پراختيا د پروګرام له لارې په دغه ولايت کې عملي شوې دي.