ټولنه

دکلدار ولسوالۍ د خلکو ترانسپورتي ستونزې تريوې اندازې لرې شوې.

-کابل – باختر دتلې دمياشتې ٣

دبلخ ولايت په کلدار ولسوالۍ کې پرون د ديارلسو کيلومترو سړک دکړيړ اچولو کار بشپړ اوګټې اخستنې ته  وسپارل شو .
دبلخ ولايت دفوايد عامې رييس عنايت الله ظفر باختر آژانس ته وويل :  ددغه سړک کړيړ  اچول دنهو مترو په سور دفوايد عامې وزارت له پرمختيايي بودجې  څخه دڅلور ديرشو مليونو افغانيو په لګښت په نهو مياشتو کې بشپړ شو .
خبرځاى زياته کړه ،  ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې دغه سړک قير شي.
دکلدرا ولسوال  محمد عثمان وايي ددغه سړک په کړيړ اچولو سره دتګ او راتک له پلوه دکلدار ولسوالۍ د اوسيدونکو ستونزې تريوې اندازې پورې لرې شوي او هيله ده چې دقير کولو کاريې هم په نږدې راتلونکې کې پيل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته