دکشک کهنه نومول شوى ولسوال ونيول شو
کابل باختردکب دمياشتې٢٢ نيټه : دهرات ولايت دکشک کهنه ولسوالۍ لپاره دوسله والوطالبانو نومول شوى ولسوال نن ونيول شو. دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده باخترآژانس ته وويل ؛چې دکشک کهنه ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوى ولسوال ملاعبدالروف چې په دولتي ضدفعاليتونو بوخت و ، دهرات ښار ددويمې ناحيې دنوي ښار په چوک کې ونيول شو. ديوبل خبرله مخې ؛ دوه تنه وسله والو مخالفينو ته د وسلو او مهماتو دبرابرولو په تور دهرات ښار له نهمې ناحيې څخه ونيول شول . له نيول شويو کسانو څخه پنځه ميله وسلې ، يوه اندازه جنګي تجهيزات او يو سراچه موټر ترلاسه شوي دي. پاى جذ