دکرکټ ملي ټيم هېواد ته راستون شو .

کابل باختر د تلي څلورمه : دکرکټ ملي ټيم داسيا دجام په سياليو کې له ګډون وروسته نن هېواد ته راغي . دکرکټ مسوولينو له رسنيو سره په غونډه کې داسيا دجام دسياليو او دهېواد دکرکټ ټيم دلوبو په باب معلومات وړاندې کړل . دحامدکرزي له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دکرکټ بورد ځينو غړو او ددغه ورزش مينه والو دهېواد دکرکټ ملي ټيم ته هرکلي ووايه . داسيا دجام سيالى دعربي متحده اماراتو په ابوظبي کې ترسره شوې او تراوسه پورې هم دوام لري . دهېواد دکرکټ ملي ټيم په دغوسياليو کې دوه لوبې ګټلې ، دوه يې بايللي او يوه لوبه يې برابره پاى ته رسولې ده . ددغو سياليو په دوام نن دپاکستان اوبنګله ديش دکرکټ ملي ټيمونو لوبه وکړه . او ددغې لوبې ګټونکى په وروستي پړاو کې دهند له ملي ټيم سره مخامخ کېږي . دافغانستان دکرکت ملي ټيم پرون دهند دکرکټ له ملي ټيم سره مخامخ شو اوله دغه ټيم سره لوبه يې برابره پاى ته ورسوله . ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته