دکرکټ دملي ټيم ورزشکاران زمبابوي ته ځي .

/کابل باختر د چنګاښ  اتلسمه :
دکرکټ دملي ټيم ورزشکاران ديولړ سياليو  دترسره کولو په مقصد زمبابوي ته ځي
دکرکټ  بورد ويندوى فريد هوټک نن دباختراژانس خبريال ته وويل : ټاکل شوې ده دهيواد دکرکت ملي ټيم  په دې سفر کې  دزمبابوي  دکرکټ له ملي ټيم سره  څلور يو ورځني سيالې او دوه څلور ورځنې سيالې  ترسره کړي
ديادونې وړده چې  له سيال ټيم سره لومړي لوبه دروان ميلادي  کال دجولاي دمياشتې په اتلسمه نيټه پيليږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته