ورزش

دکرکټ بورد څلور غړي نوي وټاکل شول .

کابل باخترد غبرګولې يو ويشتمه :
دافغانستان دکرکټ بورد لوى رييس  عزيز الله فضلي  نن  په يوه خبري غونډه کې دهېواددکرکټ بورد دڅلورو نويو غړو دټاکنې خبرورکړ .
  دباختراژانس دخبرله مخې ، دافغانستان دکرکټ بورد رييس په دې غونډه کې وويل  چې دکرکټ بورد  څلور  تنه نوي غړي دهېواد دجمهور رييس دفرمان په واسطه  ددغه بورد  دڅلورو  پخوانيو غړو پرځاى  ټاکل شوي دي .
  دده دڅرګندونوله مخې ، دکرکټ بورد  څلور پخواني غړي  حکمت خليل کرزي ، اکليل حکيمي ، سيد سادات منصور نادري  او احمد شاه سنګدل و ،  چې دهغوى پرځاى  دملي شورا غړې  ګلالى ساپۍ ، دښار جوړولو او اراضي وزير  احمدجواد پيکار ، دجمهور رييس سلاکار   ضيا الحق امر خيل او په پاکستان کې  دافغانستان  سفير  شکر الله عاطف مشعل دکرکټ بورد دنويو غړو په توګه  ټاکل شوي دي .
دهېواد دکرکټ بورد رييس زياته کړه چې د  لوبغاړو دغوراوي په کميټه کې هم بدلونونه  رامنځته شوي دي چې ددولت احمدزي او پادشاه حسين  پرځاى مجاهد ځدران او يوبهرنى ښوونکى  چې دکرکټ بورد  دنولس کلن ملي ټيم  ښوونکي و ،  ټاکل شوي دي .
  دعزيز الله فضلي دڅرګندونوله مخې ،  دلوبغاړو دغوراوي دکميټې  دغه دوه تنه غړي يواځې  دهېواد دکرکټ  دملي ټيم اودالف ټيم  غړي  انتخابوي .
  دهېواد دکرکټ بورد رييس زياته کړه چې دکرکټ بورد اجراييه رييس هم دکرکت  له نړيوال جام  څخه وروسته  ټاکل کېږي .
  دده دڅرګندونوله مخې ، همدااوس اسد الله خان دکرکټ بورد داجراييه رياست  سرپرست دى  او دکرکټ بورد  له نړيوال جام وروسته  ددغه پست  دغوراوي  په باب  کار کوي .
عزيز الله فضلي دغه راز  دروان کال  دتلې په مياشت کې  دهېواد دکرکټ  دغوره ليک  دترسره کيدو  خبرورکړ او ويې ويل  چې  يوه کميټه  ددغولوبو  دترسره کولو په موخه ټاکل شوې ده .
  ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته