کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢١ :
دوه زراعتي پروګرامونه دهرات ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې پيل شول.
په دغو پروګرامونو کې په کروندې داوبو دتنظيم مديريت او داقليم بدلون شامل دي .
دهرات ولايت دکرنې رئيس انجينرعبدالصبور رحماني باخترآژانس ته وويل دکرنې درياست او دزراعتي پروژو له مسوولينو سره يې د ادرسکن ولسوالۍ ته سفر کړى او ددغو پروګرامونو اجرا کول يې دکرنې دپراختيا او دمالدارانو دژوند د حالت په ښه والي اغيزمن بولي.
دکرنې رئيس له ولسوال دوګړني پرمختيايي شورا له غړو ، قومي مشرانو ، بزګرانو اومالدارانو سره وکتل او دزراعتي پروګرامونو او ددغې ولسوالۍ دکرنې ، مالدارۍ او داوبولګولو دستونزو دڅيړنې دڅرنګوالي په باب خبرې وکړې
دغه راز دادرسکن ولسوالۍ مسوولينو او خلکو هم دکرنې رياست دهمکاريو له امله مننه وکړه او دکرنيزو پروژو دتطبيق په لاره کې دهر راز همکارۍ ژمنه وکړه
0 1 دقیقه لوستل