کابل باختر دوري يو ويشتمه
په سمنګانو ولايت کې په پنځوس زره هکتاره ځمکه کې دملخانو دله منځه وړلو په مقصد ددغي مضرې خزندې پرخلاف دمجادلي پروګرام پيل شو .
دکرنې اواوبو لګولووزارت مسلکي معين عبدالغني غورياني چې ددغه پروګرام دپيل په مقصد دسمنګانو ولايت ته تللي دي له باختر اژانس سره په مرکه کې وويل ددغه وزارت له خوا دمضرې نباتي خزندې په تيره بيا دملخانو دله منځه وړلو په مقصد دغه پروګرام دهيواد په ټولو سيموکې عملي کيږي او نن په سمنګانو ولايت کې پيل شو .
ده وويل دکرنې اواوبو لګولو وزارت دتيرکال په نسبت دنباتي مضرې خزندې په مقابل کې پراخه جدي مجادله پيل کړي او دغه پروګرام په سرپل ، فارياب ، بلخ ، جوزجان ،کندز او بغلان ولايتونوکې هم عملي کيږي او درې مياشتې به دوام وکړې .
له بلي خوا دسمنګانوولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست دکرنيزو چارو آمر نور محمد وويل هغوي په روان کال کې د تير کال په نسبت جدي تدبيرونه پيل کړي دي .
ده زياته کړه هغوي له پنځوس زره هکتاره کرنيزي ځمکي څخه دملخانو له منځه وړلو په مقصد نوي تنه کارګران چې دتيرکال په نسبت يي شمير دوه برابره دي له درمل ښيندلو له يو موټر سره په نهوګروپونو کې ځاى پرځاى کړې او له کافي درملو سره يي دغه مجادله پيل کړې ده .
دسمنګانو ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست دبوټو دساتني دمدير ګلاب الدين غياثي دمعلوماتو له مخې دمضرو ملخانو دژوند دوره څه دپاسه څلويښت ورځي ده او يوه جوړه يي په دريو پړاونوکې سل هګي اچوي .
ده څرګنده کړه دغه مضرې خزندې دتغذيي په وخت کې په کرنيزو محصولاتو په پراخ ډول يرغل کوي چې شمير يي بيلونونو ملخانو ته رسيږي اوپه لږ وخت کې دسلګونوهکتاره ځمکي کرنيو محصولات له منځه وړي .
ده وويل دسمنګانو ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست د څيړنو له مخې ملخانو ددغه ولايت په څلويښت زره هکتاره ځمکه کې هګي اچو ي اوکه چيري دهغو پرخلاف جدي مجادله ونه شي پر سمنګانو سربيره دکندز اوبغلان ولايتونو بزګرانو اومالدارانو ته به هم زيان واړول شي .
په همدي حال کې دسمنګانو ولايت يو شمير بزګران اومالداران وايي ددغې خزندې پرخلاف بايد په خپل وخت او په جدي او پراخه توګه مجادله وشي له دې پرته هرکال هغو ته زيان اړوي .
دسمنګانو ولايت دمرکز بابلي کلي اوسيدونکي عبدالصمد وايي لس کاله کيږي چې حکومت له څو تنو کارګرانو سره ملخان له منځه نه شي وړلاي او هرکال چي تيريږي دملخانو شمير زياتيږي .
ده په ډاګه کړه دکرنې او اوبو لګولو وزارت بايد له هګيو څخه دملخانو له راوتلو څخه مخکي مجادله پيل کړي او ددرملو دښيندلو موټرونه هم زيات کړي .
ده وويل ددرمل ښيندلو په يوه موټر سره په کم وخت زيات کار ترسره کيږي چې دافرادو له خوا له موټر سره ددرملو شيندل دپرتلي وړ نه دي .
خودکرنې اواوبو لګولو وزارت ملکي معين وويل تير کال ددغه آفت پرخلاف دهغوي مجادله اغيزمنه وه، هغوي د دغه هيواد په کچه زياتي سيمې دملخانو له شتون څخه پاکي کړې و .
ده په ډاګه کړه دمجادلي له پاى ته رسيدو وروسته له ګاونډيو هيوادونو په تيره بيا له تاجکستان څخه په زرګونو ملخان افغانستان ته راغلل اويو شمير يي په هغو سيموکې چې دناامنيو په نسبت مجادله نه ده شوي خواره واره شوي دي او په همدي دليل ددغوملخانو پرخلاف مجادله لنډ مهاله نه ده بلکي تر مودو مودو پورې دوام مومي .
دسمنګانو ولايت دکرنې دچارواکو دمعلوماتو له مخې تيرکال دسمنګانو ولايت دمرکز اوحضرت سلطان ، دره صوف او فيروز نخچير دولسواليو په ٤٥ زره هکتاره ځمکه کې دملخانو پرخلاف اغيزمنه مجادله شوې وه