کابل باختر دتلي درې ويشتمه :
د خيبر پښتونخوا ايالت دکرمې ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې نن سهار ددريو چاودنو له امله دپاکستان څه ناڅه څلور تنه سرحدي ځواکونه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
باختراژانس دپاکستانۍ رسنيو له خولې خبر راکړ. لومړى چاودنه دکرمې ايجنسۍ په ښار لاچي سيمه کې هغه وخت وشوه چې دماينونو دشنډولو ټيم په سيمه کې په ورځني کار بوخت و چې چاودنه وشوه او کله چې دژغورنې کارکوونکي سيمې ته ورسيدل دوه نورې چاودنې وشوې .
تراوسه پورې ددغو چاودنو څرنګوالى معلوم نه دى.
له دغوچاودنو وروسته امنيتي ځواکونو ساحه کلابنده کړه او ټپيان يې روغتون ته وليږدول .
کرمه يوه حساسه قبايلي سيمه ده چې پاکستاني پوځيانو ادعا کوي چې دڅو کاله مخکې عملياتو په بهير کې دډار اچوونکو له شتون څخه پاکه شوې ده
سره له دې هم ياغيان تراوسه پورې په هغې کې فرقه يي بريدونه ترسره کوي او کله ناکله په امنيتي ځواکونوبريدونه کوي .
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل