دکراچۍ ښار په هوايي ډګر کې ديوې مسافر وړونکي الوتکي اور اخيستل
اسلام اباد ډان باختر دتلې دمياشتې ١٣ :
يوې مسافر وړونکي الوتکې تيره شپه ددوبۍ په نيت دپاکستان دکراچۍ له نړيوال هوايي ډګر څخه دالوتنې په وخت کې اور واخيست .
دپاکستان دخبري شبکو دخبرله مخې : ددغې الوتکې سپرلۍ په داسې حال
کې چې له هغې څخه تور لوګي پورته کيدل له ډيل پرته وايستل شول او داور وژنې لپاره د اور وژنې دځواکونو عمليات ترسره شول .
لا تراوسه پورې مشخصه نه ده چې دغه الوتکه په کوم هوايي شرکت اوپه کوم هېواد پورې اړه لري .
خوپه ځينو رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې دغه الوتکه دعربي متحده اماراتو په هوايي شرکت پورې اړه لري .
تراوسه پورې ددغې اور لګيدنې علت نه دى په ډاګه شوى .
په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې ددغې الوتکې سپرليو ته چې دوه اتيا تنه پکې سپاره وو ، زيان نه دى اوښتى .
له دغې پيښې وروسته دکراچۍ په نړيوال هوايي ډګر کې بيړنى حالت اعلام شو او ديوې مودې لپاره ددغه ډګر ټولې الوتنې وځنډولې شوې .
دروان ميلادي کال په بهيرکې دکراچۍ په نړيوال هوايي ډګر دطالبانو دتحريک دداعش دډلې دتروريستي بريد په بهيرکې په لسګونو تنه وژل شوي دي او دغه ډګر ته تا وان اوښتى دى .