دکراچي ښار په چاودنه کې شل تنه ټپيان شول
کرا چي _ باختر دثور نولسمه :
دپاکستان د کراچي ښار د محمود آباد په نا حيه کې تېره شپه دچاودنې له امله د دوو ښځو او شپږو ماشو مانو په ګډون، څه ناڅه شل تنه ټپيان شول.
باخترآژانس د ډان ورځپاڼې د انترنتې سايټ له خولې خبر راکړ :
په دغه چاودنه کې په انتخاباتي دفتر د ناپيژندل شويوکسانو له خوا بريد وشو. تر اوسه پورې د چاودنې ډول نه دى معلوم شوى او يو موټر سايکل دچاودنې سيمې ته څيرمه موندل شوى دى، خو دکراچي دپوليسو د يو افسر دڅرګندونو له مخې: چاودنه د هغو چاوديدونکو توکو څخه ده چې په يو سور رنګه موټرکې ايښودل شوي و او له درې ورځو را په ديخوا په دغه سيمه کې پارک شوى و.
دموټرخاوند اوس د پو ليسو له خوا نيول شوى دى .
دانتخاباتي مبارزو له پيل څخه تر اوسه پورې په سياسي ګوندونو او کانديدانو دطالبانو په بريدونوکې څه ناڅه سل تنه وژل شوي دي.
پارلماني انتخابات به د ثور په ٢١ نيټه ترسره شي.