امنیت

دکجکي د بريښنا د بند دوه تنه کارکوونکي شهيدان شول

کابل باختر د کب اتلسمه :
دهلمند ولايت د بريښنا رياست دوه تنه قراردادي مامورين نن ددغه ولايت په يوه واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله شهيدان شول .
دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سمونوال عبدالاحدچوپان دباخترآژانس  خبريال ته وويل: د هلمند د بريښنا د رياست دغه دوه تنه قراردادي مامورين کله چې د لمانځه د اداکولو لپاره جومات ته روان وو؛ دکجکي ولسوالۍ په مربوطاتو کې په واټ کې په ښخ کړي شوي ماين وختل او د چاودنې له امله يې شهيدان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته