کابل باختر د وري اوومه
دايشيا فونديشن موسسي نن دلوګر ولايت دپوهنې له رياست سره داتلسو زرو ټوکو کتابونو مرسته وکړه .
دلوګر ولايت دپوهنې رياست ويندوى شاهپور عرب باختر اژانس ته وويل مرسته شوي کتابونه دحضرت عمر فاروق ، حامدکرزي ،بي بي امني ، بي بي فاطمي اوشکريي شهيد په ليسو وويشل شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې ددغو کتابونو ټول ارزښت اتلس زره امريکايي ډالره دي چې په هر ښوونځي درې زره شپږ سوه ټوکه ويشل شوي دي .
دلوګر ولايت دپوهنې رييس عبدالمتين جعفر ددغوکتابونو دترلاسه کولو په وخت کې ددغه ولايت دپوهنې په برخه کې ددغې موسسي د لازياتو همکاريو غوښتنه وکړه