کابل باختر دوږي پنځمه :
دکورنيو چارو وزارت له کاپيسا ولايت څخه د٤٠٠ جعلي تذکرو دليږدونې په اړوند څيړنې پيل کړي دي .
دکابل پوليسو پرون يو ځوان هغه وخت ونيوه چې ٤٠٠ جعلي تذکرې يې له کاپيسا ولايت څخه ليږدول .
دکورنيو چارو دوزارت وياند نجيب دانش دباختراژانس خبريال ته وويل : نيول شوى ځوان ٢٥ کلن دى ،
دانش وويل په دې باب چې دغه څلور سوه تقلبي تذکرې چيرته چاپ شوي او دچا په ګټه کارول کيدې . څيړنې پيل شوي دي .
سره له دې چې د راى ورکوونکو دنوم ليکنې بهير پاى ته رسيدلى دى خو اوس هم دتقلبي تذکرو دکارولو په اړوند انديښنې شته .
داپه داسې حال کې ده چې پخوا دپکتيا ، ننګرهار او يوشمير نورو ولايتونوکې دزرګونو تقلبي تذکرو د چاپولو او ويشلو په باب خبرې اوريدل شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم
2 1 دقیقه لوستل