ټولنه

دکاپيسا ولايت يوشمير خلکو دملي پيوستون دپروګرام له آسانتياو څخه ګټه واخيسته

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٣١ :
دملي پيوستون دپروګرام  داتلسو ټولګټوپروژو کار په  کاپيسا ولايت کې بشپړ  او پرون ددغه ولايت  دخلکو داستفادې وړ وګرځيدې.
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ : ديوويشتو مليونو افغانيو په لګښت ددغو پروژو کار دکاپيسا ولايت دکوهستان دلومړۍ او دويمې برخې ، نجراب او دتګاب په ولسواليو او ددغه ولايت په مرکز  کې  بشپړ او دخلکو داستفادې وړ وګرځيدې.
په دغو پروژو کې  دڅښاک داوبو  دڅاه ګانو کيندل ، دټولنيزو مرکزونو ،پلونو  اوپلګوټو ،  داستنادي او محافظوي ديوالونو او دګبيني ديوال  او ديوه لومړني ښوونځي دودانۍ  جوړول ،  او دپليو لارو پخول شامل دي .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام په کاپيسا ولايت کې دفعاليت دپيل له وخت څخه تراوسه پورې ٧١٥ کلي دپرمختيايي پروګرامونو  تر پوښښ لاندې نيولي او تراوسه پورې په دې بريالى شوى دى  چې په بيلابيلو برخو کې  ٢٣٥٨ پروژې بشپړې او دخلکو استفادې ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته