امنیت

دکاپيسا ولايت لپاره دوسله والو طالبانو دډلې له خوا نومول شوى مرستيال ووژل شول

کابل باختر دمرغومى  پنځه ويشتمه :
دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دکاپيسا ولايت لپاره نومول شوى مرستيال  ملا عبدالغفار شفق او په دغه ولايت کې ددغې ډلې دوه تنه جګپوړي مسوولين تيره شپه ووژل شول .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر دباخترآژانس  خبريال ته وويل: د وسله والو طالبانو دډلې له خوا دکاپيسا ولايت لپاره نومول شوى مرستيال ملا عبدالغفارپه کاپيسا ولايت کې  د ډار اچوونکو بريدونو دپلان جوړولو مسوول ملا عبيدالله  او په دغه ولايت کې ددغې ډلې مالي مسوول ملا ذکريا دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دهيواد  دامنيتي  ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته