کابل باختر د تلي څوارلسمه :
دکايسا ولايت دترافيکو د ودانۍ دبنسټ ډبره نن کيښودل شوه .
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ د ترافيکو مديرسرڅارمن عبدالظاهر صافي باختراژانس ته وويل : دغه ودانۍ دپنځه سوه مربع متره ځمکې په ساحه کې دکورنيو چارو وزارت له بودجې څخه د دولسو مليونو پنځه سوه پنځوسو زرو افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې په يو کال کې جوړيږي .
ددغې ودانۍ دبنسټ د ډبرې دايښودلو په مراسمو کې د دغه ولايت ملکي او پوځي مسوولينو ګډون کړي وو .
5 د یوې دقیقې څخه لږ