ښوونه او روزنه

دکانکور آزموينه واخيستل شوه

کابل باختر دمرغومي لسمه :
دبدخشان ولايت دبهارک ولسوالۍ دليسو فارغانو پرون په لوړو زده کړو موسسو کې د شموليت په خاطر آزموينه ورکړه. په دې آزموينه کې چې د لوړو زده کړو وزارت د استول شوي هيئت له خوا واخيستل شوه؛ د نجونو او هلکانو په ګډون ددغې ولسوالۍ دليسو څه دپاسه درې زره څلور سوه تنوفارغانو ګډون کړى و.  دبدخشان  پوهنتون رييس خسرو نظري باخترآژانس ته وويل: په روان کال کې ددغه ولايت دليسو د څه دپاسه دولس زره فارغانو څخه آزموينه اخيستل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته