ښوونه او روزنه

دکانکور آزموينه واخستل شوه

کابل باختردمرغومي ديرشمه :
په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسوکې د شموليت په مقصدنن په کندز ولايت کې د کانکور آزموينه واخستل شوه.
په دې آزموينه کې د کندز ولايت د مرکز او اړوندو ولسواليو د ليسو د دولسمو ټولګيو څه دپاسه لسو زرو تنو فارغانو ګډون کړى و.
دکندز پوهنتون رييس پوهنيارقاضي عبدالقدوس ظريفي باخترآژانس ته وويل: د لوړو زده کړو په موسسوکې دشموليت آزموينه د لوړو زده کړو وزارت د هيئت او دکندز د والي غلام سخي بغلاني په وړاندې ددغه ولايت دمرکز په څوليسوکې واخستل شوه.
ويل کيږي د دغو فارغانو له جملې څخه درې زره پنځه سوه تنه يې نجونې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته