دکانونو دغيرقانوني ايستلو اته تنه کارکوونکى ونيول شول.
کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٨
دملي اردو دځواکونو دغبار – ٢ د چاڼيزو عملياتو په بهير کې د کانونو دغير قانوني ايستلو اته تنه کارکوونکي ونيول او دهغوى يوه زياته اندازه وسايل او تجهيزات ويجاړ او وسوځول شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : د غبار-٢ په نامه چاڼيز عمليات دکوماندو دځانګړو ځواکونو په ګډو هلوځلو سره چې له هوا څخه ديسانت شوى و ، د ٢٠١ سيلاب قول اردو د دريمې پلې لوا ، دملي پوليسو ،سيمه ييزو پوليسو او دملي امنيت ځواکونو پرون سهار د ٢٠١ سيلاب قول اردو د دريمې پلې لوا دقوماندانۍ په مشرى دپروان ولايت دکوه صافى ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دولت دوسله والو مخالفينو له خوا دکانونو دغير قانونى ايستلو دمخنيوي په مقصد چاڼيز عمليات پيل شوى و چې له امله يې د نظر وړ ټول کلي تصفيه او اته تنه چې په غير قانوني ډول دکانونو په ايستلو بوخت و ونيول شول او دهغوى څلور جنراتورونه د ډبرو دغوڅولو اته ماشينونه او د ډبرو برمه ،دګازو ٢٥ بالونونه ،٥١ خيمې ، ٣٠ شړى ، څلويښت توشکونه د ديزلو او پطرولو اته ديرش ليتره بوشکې او د ديرش پلاستيکي فرشونه وسوځول شول .
ديادونې وړ ده چې نيول شوي کسان دبيلابيلو ولايتونو اوسيدونکي دي او د پروان ولايت امنيتي مسوولينو ته سپارل شوې دي .