کابلباختردميزان١٤
دجمهوري رياست د انتخاباتو د احتمالي کانديدانو دسندونو دڅيړنې پروګرام
سبا دانتخاباتو دشکايتونو دخپلواک کميسيون له خوا پيليږي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نورمحمدنور ددغه ټکي دڅرګندولو په ترڅ کې دباخترآژانس خبريال ته وويل : چې دتلې د مياشتې په اوه ويشتمه نيټه له څيړنې وروسته د کانديدانو ابتدايي لست اعلاميږي او د لړم د مياشتې په پنځه ويشتمه نيټه دانتخاباتو د شکايتونو دکميسيون له خوا له څيړنې وروسته دکانديدانو وروستى لست اعلاميږي .
ددغه خبر ترمخابري پوري نولسو تنو کانديدانو نو مو نه ليکلي دي اوڅوتنه نورکانديدان نوم ليکني ته منتظردي
دباخترآژانس دخبريال دڅرګندونو له مخې : دکميسيون مسوولين په پام کې لري دننني کار نتيجې په يوه خبرې غونډه کې اعلام کړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ