اقتصاد

دکاسا ١٠٠٠ په غونډه کې په مالي ، تخنيکي او تدارکاتي موضوعګانو خبرې وشوې.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٧
د کاسا ١٠٠٠ په غونډه کې ددغې پروژې دامنيت او دهغې دتخنيکي مالي او تدارکاتي موضوعګانو په باب خبرې وشوې
دباختر آژانس دخبرله مخې، دکاسا ١٠٠٠ په غونډه کې چې دفرانسې په پاريس ښارکې جوړه شوه دڅلورو غړو هيوادونو هياتونو ، اړوندو ادارو او دپروژې تمويلوونکو هياتونو ګډون درلود . او د بيلابيلو مسئلو لکه دکاسا ١٠٠٠ دپروژې دامنيت تخنيکي ، مالي او تدارکاتي مواردو په باب خبرې وشوې .
دغه راز ددغې پروژې دعملي کارونو لپاره دخصوصي شرکتونو دجلبولو په خاطر بيلابيلې غونډې وشوې چې دسترو نړيوالو شرکتونو استازو پکې ګډون درلود چې دپام وړ شرکتونه لکه زيمنس ABB، Ge ،CEEGC ،TBEA و.
دغه راز دافغانستان په خاوره کې دپروژې دامنيتي مسئلو په باب دکورنيو چارو وزارت معين ډاډ ورکړ، د نړيوال بانک د ادارو مسوولينو دتخنيکي ، مالي او تدارکاتي مسئلو په باب معلومات وړاندې کړل او دشرکتونو ډاډيې جلب کړ.
ديادونې وړ ده چې دکاسا ١٠٠٠ غونډه دسيګري له نړيوال نندارتون سره جوخته جوړه شوه چې کال په کال په فرانسه کې جوړيږي.
په دې غونډه کې له افغانستان څخه دانرژۍ او اوبو دوزير په مشرى او دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دستر سلاکار دافغانستان دبريښنا شرکت داجراييوي لوى رييس،دانرژۍ او اوبو ، ماليې او دکورنيو چارو دوزارتونو دمعينانو په ګډون جګپوړى هيات او د پاکستان ، تاجکستان او د قرغزستان جګپوړو مقاماتو برخه اخستې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته