اقتصاد

دکار ټولنيزو چارو شهيدانو او دمعلولينو وزارت خبرتيا

کابل باختر د لړم لسمه :

دکار ټولنيزو چارو شهيدانو او دمعلولينو وزارت خبرتيا

  دکار ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو وزارت  هلې ځلې کوي  چې په  بهرنيو استخداموونکو هيوادونو کې په شرايطو برابرو اتباعو ته دکار زمينه برابره کړي او په همدې مقصد له قوانينو او  مقرراتو سره سم  يې ديوه هراړخيز موافقه ليک  په چوکاټ کې  په يوشمير کار موندونکو  شرکتونو دکارموندلې  دفعاليت  جواز  ليکونه ويشلي دي چې دهغو له لارې  او ددغو وزارت تر نظر لاندې دافغانستان داسلامي جمهوريت دحکومت او دغوښتوونکو هيوادونو ترمنځ د استولو او داستخدام دموافقه ليکونوپه لاس ليک کولو سره له مقرراتو سره سم کارګران دقانوني  سندونو  دپړاونو له بشپړولو وروسته داستولو وړتيا پيداکوي او له دې  لارې غوښتوونکو هيوادونو ته استول کيږي  خو لکه څنګه چې ليدل کيږي او اوريدل کيږي يوشمير شرکتونه ، اشخاص او افرادو پرته  له دې چې دافغانستان  حکومت دکارګر  له استخداموونکو  هيوادونوسره موافقه ليک لاسليک کړى وي دهيواد په يوشمير  اتباعو دپيسو  د ترلاسه کولو  په بدل کې  دکارموندلې  او دضمانت  دفورمو په ويشلو اقدام کړى دى  او هغوى ته يې  لارښوونه کړې ده چې بهر ته ددوى داستولو په مقصد دکورنيو چارو وزارت  دپاسپورت  له رياست  څخه پاسپورت  ترلاسه کړي چې ددوى دغه عمل ددغه وزارت  او دکار موندونکو  شرکتونو  ترمنځ دلاس ليک  شوي موافقه ليک  او مقرراتو پرخلاف دى .

په دې وسيله  ټولو هيوادوالو ته خبر ورکول کيږي  چې ددغه شان شرکتونو ، اشخاصو او افرادو له خوا  ونه غوليږي  له دغه شان اشخاصو افرادو او شرکتونو سره دمخامخ کيدو په صورت کې دى  دوخت له ضايعه کيدو پرته په خپل وخت دڅيړنې په مقصد   په مرکز کې دکابل ښار په شاه دوشميره ( ع )  کې له هيواد څخه بهر ته دکارګرانو استولو رياست او په ولايتونو  کې دکار ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رياستونو ته اويا دسرغړونکي دپتې په معرفي  کولو سره دى ٠٧٠٠٠٢٢٩٧٩٥ ګڼه تيلفون   ته خبر ورکړي  د کار ټولنيزو چارو شهيدانو او دمعلولينو وزارت د دوى دنيکو او هيوادپالو ولولو درناوي کوي او همکاري ته يې دقدر په سترګه ګوري .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته