دکار نړيواله ورځ ونمانځل شوه .

کابل باختر د ثور يوولسمه :
دکار نړيواله ورځ د (_ کار دټولو لپاره )  تر شعار لاندې نن په کابل کې په داسې حال کې ونمانځل شوه چې ويل کيږي په هيوادکې دکار په شرايطو برابر څلور مليونه تنه وګړي دوزګارتيا له امله ځوريږي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په هغې غونډه کې چې له همدې امله دکارګرانو داتحاديې له خوا جوړه شوې وه دشهيدانو  ، معلولينو کار او ټولنيزو چارووزارت معين ډاکتر حسام الدين همراه  خبرې وکړې .
په هيوادکې وزګارتيا،دکارنشتوالى او د کارګرانو ناڅيزه اجوره يې دجدي ستونزې په توګه وبلله او زياته يې کړه چې په هيواد کې دکار په شرايطو برابر څلور مليونه تنه دوزګارتيا له امله ځوريږي .
ده زياته کړه، دشهيدانو معلولينو کار او ټولنيزو چارو وزارت هلې ځلې کوي چې دمشخصو چلندونو په غوره کولو سره دغه ستونزه حل کړي .
ډاکتر همراه  دکار دبازار له  اړتيا سره سم دکارګرانو دسراسري  زياتوالي په لاره کې دفني او حرفوي زده کړې  دمرکزونو دجوړولو يادونه وکړه او ويې ويل چې تراوسه پورې سل زره تنه د لازمو مهارتونوله زده کړې وروسته فارغ  او دکار په بازار کې شامل شوي دي .
  همراه دخبرو په بهير کې  دکار په نړيوال سازمان کې دهيواد دغړيتوب يادونه وکړه او ويې ويل چې تراوسه پورې افغانستان له اتلسو کنوانسيونو سره يوځاى شوى دى اوکارګرانو ته دښو مادي اومعنوي امتيازونوپه برابرولو  ژمن دى .
ده زياته کړه، په همدې مقصد دکار په ملي پاليسو ، دکارموندلو په ملي ستراتيژي  او بهر ته دکارګرانو داستولوپه پاليسۍ کار دوام لري .
  ددغې  غونډې بل وينا وال دکارګرانو داتحاديې رييس معروف  قادري  دکار اوکسب په باب دظرفيتونو له ودې سره جوخت  دمهمو بنسټيزو توليدي ، ټولګټو ترانسپورتي اوکرنيزوتاسيساتو دبيا جوړولوغوښتنه وکړه اوزياته يې کړه چې دغو  مسئلو ته په  پاملرنې سره له يوې خوا دکورنيو توليداتو او دټولنيزو  او اقتصادي  خدمتونو دوړاندې کولو کچه لوړيږي اوله بله پلوه په بازار کې دبې کيفته بهرنيو مالونوپه واردولو پورې تړلتيا له منځه وړل کيږي او له دې سره جوخت کارګرانو ته دکار اوکسب زمينه برابريږي .
په دې غونډه کې چې دکابينې ځينو غړو ، دمدني ټولنې او دکارګري دملي اونړيوالو اتحاديو استازو اويوشمير کارګرانو برخه لرله دتمثيلي پارچو په ښودلو او دحماسي  ترانو  په اجراکولو سره پاى ته ورسيده .
په دې غونډه کې مخکښو کارګرانو او کارفرمايانو  مډالونه ورکړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته