امنیت

دکاردان محصلان : ديوه محصل دوژنې عامل بايد ډير ژر پيدا شي .

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر :
دکاردان پوهنتون محصلان وايي چې دغه تحصيلي بنسټ ته  څېرمه پرونۍ پېښې دوى اندېښمن کړي دي  او ددوى رواني امنيت ته يې زيان اړولى دى .
  دباختراژانس خبريال ليکي:  پرون دکاردان پوهنتون  دوو محصلانو دکابل ښار په دويم پروان  کې ناندرې وهلې او وروسته  يې فزيکي نښته وکړه خو يوه يې له کلاشينکوف   څخه کار واخست او مقابل لورې يې په څو ډزو سره وواژه .
ويل شوي دي چې په دې پېښه کې وژل شوى  په کاردان کې دزده کړې تر څنګ په  يوه امنيتي بنسټ  کې هم کار کاوه،بريدګر له دغې پېښې څخه وروسته په راحتي سره  له ساحې څخه لرې شو او وتښتېد .
عيني شاهدان وايي چې هغه دجمهوري رياست ديوه سترسلاکار زوى دى چې جهادي سابقه هم لري .
  خو دپوليسو سرچينې وايي چې ددغه جنايت  دعامل هويت تراوسه پورې تثبيت  شوى نه دى اويوه بله سرچينه وايي چې ددغې قضيې  عامل دجمهور رييس ديوسلاکار دزوى ساتونکى دى او دهغه زوى په دې قضيه کې لاس نه لري
دکاردان محصلان ټينګار کوي چې دغې پېښې د دوى  رواني امنيت زيانمن کړى دى او پوليس بايد په ډير لنډ ممکن  وخت کې ددغې پېښې عامل پيداکړي
دکورنيو چارو وزارت سرچينو ويلي دي چې په دې اړوند  څېړنې او پلټنې پيل شوي دي .
  ختم-عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته