دکابينې په غونډه کې دبودجوي مسئلو په باب دماليې وزارت رپوټ واوريدل شو . ماليې وزارت : ددولت دمامورينو دمعاشونو په ورکولو کې کومه ستونزه نشته .

کابل باختر د لړم دريمه :
دملي وحدت دحکومت دکابينې  غونډه دپنجشنبې دورځې په ماښام دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس ډاکتر محمداشرف غني احمدزي  په مشرۍ دجمهوري رياست په ارګ کې جوړه شوه . 
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. له اجندا سره سم دماليې وزارت سرپرست د ١٣٩٣ مالي کال  دملي بودجې دکسر له منځه وړلو په لاره کې  دتدبيرونو دنيولو په باب غونډې ته معلومات ورکړل او زياته يې کړه.
د ١٣٩٣ کال ټوله ملي بودجه ٣ر٤٢٨ مليارده افغانۍ وه چې له دې جملې څخه  عادي بودجه ٥ر٢٨٠ مليارده افغانۍاو پرمختيايي بودجه ١ر٥٠ مليارده افغانۍ  غير اختياري بودجه ٨ر٩٧ مليارده افغانۍ او اختياري پرمختيايي بودجه  ١ر٥٠ مليارده افغانۍ وه  او په روان کال کې  ټول عوايد ٨ر١٣٣ مليارده افغانۍ اټکل شوې وه خو امنيتي ستونزې ، دانتخاباتو دبهير اوږديدل ، داقتصادي ودې او د سوداکرۍ د حجم  کمښت د امنيتي موافقه ليک په لاسليک کولو کې ځنډ او دعوايدو د راټولولو په بهير کې امنيتي ګواښونه دملي  عوايدو دپروګرام تحقق ټيټ کړ .
اټکل کيږي  چې دمالي کال تر پاى پورې  له ١٠٠ څخه تر ١٠٥ ملياردو افغانيو پورې عوايد راټول شي  چې داټکل شوي پلان په تناسب  په سلوکې ٢٦ کمښت ښيي .
ده زياته کړه:  دماليې وزارت د ١٣٩٣ مالي کال په ملي بودجه کې دزيات کسر دمخنيوي  په مقصد دافغانستان  دعوايدو رياست دجوړښت  دريفورم  او اصلاحاتو ، په ارزښت دمالياتو دتطبيق  دبهير  دګړندي کولو او دنويو مالياتو او دبيه لرونکو سندونو دپلورنې  دفيس  دنوي کولو په شان   تدبيرونه  ترلاس لاندې نيولي دي .
دماليې وزارت سرپرست وويل، ددولت کارکوونکو دمعاشونو دورکولو په مقصد لازمې پيسې شته چې ددولت  دکارکوونکو دتلې دمياشتې معاشونه  ورکړ شوي دي اود ١٣٩٣ مالي کال په  وروستيو مياشتو کې به دمعاشونو په اجرا کولو کې مالي ستونزه نه وي .
دافغانستان  داسلامي  جمهوريت کابينې له هراړخيزو خبرو وروسته  دماليې وزارت موظف کړ چې  ددولت لګښتونه په لنډ مهال کې داسې درجه بندي کړي  چې  په لومړي ګام کې ددولت دکارکوونکو معاشونه او دهغوقراردادونو پيسې چې تراوسه نه دي اجرا شوي ديو نظارتي سيستم له مخې ورکړى شي .
دغه راز دماليې او دکورنيو چارو وزارتونه او دسيمه ئيزو  ارګانونو خپلواکه اداره موظفه شوه چې په ګمرکونو کې داصلاحاتو  او دملي عوايدو دزياتوالي په مقصد  په سرحدي ولايتونو کې دقاچاقو  او په لويو لارو کې په غير قانوني ډول دپيسو داخستلو دمخنيوي په لاره کې دسرحدي پوليسو او دسيمه ئيزو ارګانونو اغيزمنو فعاليتونو په پاملرنې سره مشخص تدبيرونه ونيسي او عملي يې کړي .
په همدې ترتيب دماليې ، ترانسپورت او هوايي چلند اودمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونه موظف کړل شول  چې دهوايي خصوصي شرکتونو او دمخابراتي شرکتونو دباقياتو په تحصيل کې جدي اقدام وکړي .
دغونډې دکار په دوام دماليې  وزارت سرپرست د ١٣٩٤مالي کال د ملي بودجې طرحه غونډې ته داسې وړاندې کړه
د ١٣٩٤ مالي کال  دملي بودجې سقف  په مجموعي ډول ٤٢٢ مليارده افغانۍ  دى چې له دې جملې څخه  عادي بودجه ٢٨٢ مليارده افغانۍ او  پرمختيايي بودجه ١٤٠ مليارده افغانۍ ده چې په دې صورت کې په دغه مالي کال کې د بودجې کسر ٤ر١٠ مليارده افغانۍ محاسبه شوى دى .
ده په لګښتونو کې دسيمې اودبودجې دکسر دجبيره کولو په لاره کې  په دې ډول مشخص وړانديزونه طرحه کړل .
دملي دفاع ، کورنيو چارو ، بهرنيو چارو ، پوهنې او دلوړو زده کړو دوزارتونو دملي امنيت  او دملي شورا دعادي بودجې په لګښتونو کې سپما دوى ته  دزياتې بودجې دځانګړي  کولو په نسبت ، دغه راز په دولتي ادارو کې دکارکوونکو دنه استخدام  په دليل دمعاشونو په ٢١ کود کې  په سلوکې له پنځو څخه  تر لسو پورې ، داجناسو او خدمتونو په ٢٢ او د شتمنيو دترلاسه کولوپه ٢٥ کورونوکې دسپما  امکانات متصور دي .
  دماليې وزارت سرپرست زياته کړه. دهيواد په ولايتونوکې دپرمختيايي بودجې دانډول په مقصد لازمه ده چې ددريو کلونو ١٣٩٤ – ١٣٩٦ درې کلنه پرمختيايي بودجه دکلونو په تفکيک برابره او اختياري پرمختيايي بودجه له تمويلوونکو هيوادونو سره له تفاهم وروسته  د ١٣٩٤ دمالي کال دملي بودجې دلومړيو شپږو مياشتو  په څيړنه کې تثبيت شي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې د ١٣٩٤ مالي کال  دملي بودجې د تاييدولو په ترڅ کې دماليې وزارت موظف کړ .  ددونرونو داحتمالي  شرايطو په پام کې نيولو سره دى دمالي حالت دکنترول په لاره کې  دحل پيشنهادي لارې برابرې او د ١٣٩٤ مالي کال د مالي تشې دتمويلولو په لاره کې له تمويلوونکو هيوادونوسره طرحه کړي .
_ دتمويلوونکو هيوادونو  ژمنو په پام کې نيولو سره دى د ١٣٩٤- ١٣٩٦ دريو کلونولپاره پرمختيايي بودجه برابره او اختياري پرمختيايي بودجه په بنسټيزو پروژو دتمرکز په پام کې نيولوسره د ١٣٩٤ مالي کال دلومړيو شپږو مياشتو په څيړنه کې اختياري  پرمختيايي بودجه طرحه اوبرابره کړي.
دملي دفاع او دکورنيو چارو دوزارتونو او دملي امنيت دلوى رياست د ١٣٩٤ مالي کال ملي بودجه دې دزياتو خبرو په مقصد دملي امنيت دشورا په غونډه کې  طرحه او دسترو ماليه ورکوونکو فهرست برابر او دجمهوري رياست  مقام ته يې وړاندې کړي .
دجندا په بله  برخه کې  سرپرستو وزيرانو په اړوندو وزارتونو کې د بهرنيو سلاکارانو دشمير په باب غونډې ته هراړخيز معلومات ورکړل، دافغانستان  د اسلامي جمهوريت   کابينې له هراړخيزو  خبرو وروسته وزارتونه او دولتي ادارې  موظفې کړې چې دتحليل  او څيړنې په مقصد دې دبهرنيو سلاکارانو داړتيادشمير  او دخپلو  همکارو موسسو په باب دوزيرانو شورا راتلوونکي  غونډې ته هراړخيزه   طرحه   وړاندې کړي او دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رييس دې دنتيجو په باب  يې دکابينې راتلوونکو غونډو  ته رپوټ ورکړي.
وروسته داداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون رييس داصلاحاتو او دبشري منابعو دمديريت درهبري کوونکي  مرکز په توګه دملکي  خدمتونودکارکوونکو دظرفيتونو دلوړولو ،دازادې  سيالۍ له مخې دملکي خدمتونو دکارکوونکو داستخدام دپروګرام اودمعاشونو او رتبو دسيستم دتطبيق په اړوند ددغه کميسيون د فعاليتونو او اجرااتو دڅرنګوالي په باب غونډې ته معلومات ورکړل . له شرايطو  او دتطبيقي  ظرفيت داصلاحي پروګرامونو دنشوالى، دڅو ډوله معاشونو شتون ،درقابتي  بازار دسيستم له امله دکادري بې ثباتي ، ناامنو ولايتونو ته داړتيا وړ تجربه لرونکو او دلوړو زده کړو اومسلکي  او تخصصي کادرونو نه موندل  او په رقابتي  استخدام کې  سياسي لاسوهنې په شان  مهم چلنجونه بيان کړل .
دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې داصلاحاتو او دښې حکومتوالې په چارو کې دجمهور رييس فوق العاده استازي  موظف کړ چې  ددندو دترسره کولو او مشخصو اقداماتو په لاره کې  په لنډمهال کې ددولتي ارګانونو او وزارتونو دستونزو په پام کې نيولو سره   داداري اصللاحاتو او دملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون کاري برخې له تقنيني سندونوسره يې جوخت چې ايا داسانتياو برابرونکي دي يا دکارونو دخنډ سبب کيږي په هراړخيز ډول وڅيړي او دنتيجو په باب دې دکابينې راتلوونکوغونډو ته رپوټ ورکړي . دغه راز دعدليې وزارت موظف دى چې داړوندو ارګانونو په همکارۍ ددولت داساسي تشکيلاتو دقانون طرحه برابره او د قوانينو دکميټې او دوزيرانو شورا له تاييد وروسته  دې دکابينې راتلوونکي غونډې ته يې وړاندې کړي.
دغونډې په پاى کې دعدليې وزارت معين اوسرپرست په دولتي او غير دولتي ارګانونوکې دنظارتي مرکزونو دحقوقي  حالت په باب غونډې ته معلومات ورکړل او زياته يې کړه، ملي شورا داساسي قانون پرتطبيق  باندې  دڅارنې  خپلواک کميسيون ،دپلتنې عالي اداره ، داداري فساد پرخلاف دمبارزې دستراتيژي  پرتطبيق  دڅارنې عالي  اداره له عمومي نظارت کوونکو مراجعو له جملي څخه دي  او دلوى څارنوالى ، دسترې محکمې دمحکمو دحکمونو دڅارنې  اداره ، دوارتونو دداخلي پلټنې  دملي امنيت لوى رياست او دکورنيو چارو وزارتونه يې داختصاصي  څارنې مراجع وبللې .
دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې له هراړخيزو خبرو وروسته پريکړه وکړه
_  څارنوالۍ دمحکمو  دغو څوحکمونو دتنفيذ  له بهير او دازادۍ دسلبولو  دسيمو څارنه کوي په دولتي ارګانونودڅارنې حق نه لري دغه راز دکورنيو چارو وزارت او دملي امنيت لوى رياست  دخپلو تقنيني  سندونو له مخې هم دوزارتونو او ددولتي ادارو له کارونو څخه دڅارنې حق نه لري.
_ دماليې وزارت او دپلټنې عالي اداره موظفه ده دوزارتونو او ددولتي ادارو دخپلو کاري صلاحيتونو په حدودو کې  داړوندو تقنيني سندونو پربنسټ په داخلي پلتنې کاري چارې ددوو اوونيو په بهير کې  وڅيړي او مشخص  کړي اودنتنيجو په باب دې دکابينې راتلوونکو غونډو  ته رپوټ ورکړي .
_ له اداري فساد سره دمبارزې عالي اداره موظفه ده چې خپل کار دجګپوړو دولتي کارکوونکو دشتمنيو په ثبت او ددولتي ادارو له کاري بهير په اسانه کولو متمرکز کړي او په دولتي ارګانونوکې دڅارنې او پلټنې حق  نه لري او په ١٣٩٤  مالي کال  دهغه  تشکيل او بودجه دپورتينو دندو له مخې عيار شي .
  _ دعدليې وزارت موظف دى چې دنظارتي  او پلټنې دادارو وظيفوي تداخل  په تقنيني  سندونوکې مشخص او داړتيا په صورت کې داړوندو سندونو په تعديل لازم اقدام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته