کابل باخترد لړم د مياشتې ١٦ :
دکابينې خاصه غونډه نن دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمداشرف غني په مشرۍ جوړه شوه اوپه نورو موضوعګانو سربيره د ١٣٩٦ مالي کال دملي بودجې دسند مسوده يې په پرنسيب کې تائيد کړه.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دماليې وزارت وکولاى شول چې د ١٣٩٦ مالي کال ملي بودجه دروان مالي کال له پاى ته رسيدو څخه يوه نيمه مياشت مخکې دمالي امکاناتو ، دهېواد داساسي قانون ، ددايمي او انډوليزي ودې داغيزمنتوب او ګټورتيا ، دکار دپيدا کولو ، دبودجوي واحدونو دلګښت دظرفيت په پام کې نيولو او کمو پرمختللو ولايتونو ته په زياتې پاملرنې سره برابره او دکابينې غونډې ته يې وړاندې کړي.
ټاکل شوې ده د ١٣٩٥ مالي کال دبودجې سند دراروانې سه شنبې په ورځ دمشرانو جرګې عمومې غونډې ته او وروسته دتصويب لپاره ولسي جرګې ته وړاندې کړي.
دغه راز دکابينې په پرونۍ غونډه کې دبروکسل کنفرانس د ژمنو دتطبيقي ميکانيزم او له اداري فسادسره دمبارزې دقانون ددولسمې مادې دتعديل دطرحې په اړوند هم هر اړخيړې خبرې وشوې.
0 1 دقیقه لوستل