دکابل _ مزار په لويه لاره کې د ترافيکي پيښې له امله د ٦تنو وژل کيدل

  دايبکوښار باختر دوري دمياشتې١ نيټه :
دکابل _ مزار په لويه لاره کې په يوه ترافيکي پيښه کې  شپږ تنه  ووژل شول  او څلور تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه  پرون ناوخته د سمنګانو ولايت په  مربوطاتو کې هغه  وخت  رامنځته شوې  چې  دوو کرولا موټرونوپه ډير ګړنديتوب سره  له يوه بس او يوه بار وړونکو موټرونو سره ټکر وکړ او چپه شو.
دسمنګانو ولايت دترافيکي پيښو آمر عبدالرزاق  دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې په دغو دوو ترافيکي پيښو کې د يوې ښځې په  ګډون شپږ تنه ووژل شول او څلورتنه  نور ټپيان شول.
دغه  قربانيان  او ټپيان د نوروز په  ميله کې  دګډون  لپاره د مزارشريف ښار ته  روان وو.
له بلې خوا دسمنګانو دمرکزي  روغتون  نوکريوال ډاکتر علي رضا ددغې پيښې ددوو ټپيانو روغتيايي حالت  دانديښنې وړ بللى دى.
دچلوونکو زيات ګړندى تګ  اود ترافيکي قوانينو نه  مراعات کول  ددغه شان مرګانيو پيښو اصلي علت  بلل شوى دى .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته