دکابل _ قندهار د لويې لارې په اوږدو کې ديو لړ ترافيکي پيښو له امله داتو تنومسافرينو وژل کيدل
دقلات ښار باختر دوري دمياشتې ٣ نيټه :
اته تنه مسافران د کابل _ قندهار د لويې لارې په اوږدو کې د يو لړ ترافيکي پيښو له امله ووژل شول او ١٣تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښې په تيرو ٢٤ ساعتو کې ددريو ګړنديو موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوي دي.
د کابل _ قندهار د لويې لارې دترافيکو يوه مسوول باخترآژانس ته وويل ؛ په دغو ترافيکي پيښو کې اته تنه مسافران ووژل شوې او څه ناڅه ١٣ تنه نورټپيان شوي دي.
ده د موټر چلوونکو بي احتياطي او ګړندى تګ ددغو پيښو اصلي عامل وباله.
دغه راز د زابل ، غزني او قندهار د ولايتونو درغتونونو ډاکتران وايي ددغو ترافيکي پيښود څه ناڅه شپږ تنو ټپيانو روغتيايي حالت دانديښنې وړ دى.
پاى ذکرالله