اقتصاد

دکابل _ تورخم دلوى لاري ددويمې برخې د جوړولو اوقير کولو کار په نږدي راتلوونکې پيليږي

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٥ :
دفوايدعامې وزارت مقامات وايي چې دننګرهارولايت لپاره يې  دڅوبنسټيزو پروژو طرحه ترلاس لاندې لري .
په دغو پروژو کې دبهسودو  دپله ترڅنګ دموټر ودتګ  راتګ ديوستر پل
جوړول  اودجلال اباد _ تورخم  دلويې لاري   ددويمې برخې جوړول او قيرکول شامل دي .
دفوايد عامې وزير نجيب الله اوژن نن په  جلال اباد ښارکې په يوه  خبري غونډه کې وويل  چې دغه پروژې به  دنړيوال بانک  ديوسلو پنځوسو و مليونو ډالرو په مرسته  ډير ژر پيل شي .
ويل کيږي چې پاکستان دجلال اباد _ تورخم دلويې لارې دتګ راتګ  ددواړو سړکونو  دقير کولو لګښت په غاړه اخيستي دي . خو دغه هيواد له څو کلونو وروسته  يوازي  دواټ ديوې کرښې په قيرکولو اقدام کړي دي.
دفوايد عامې وزير باختراژانس ته وويل چې دجلال اباد تورخم دلوى لاري  دعمومي واټ  ددويم سړک  دقيرکولو لپاره  دپاکستان دنه اقدام په صورت کې به دغه وزارت  دراتلوونکي کال  دورې په مياشت کې  دهغه دقيرکولو لپاره  دمرسته کوونکو مرکزونو  له مرستې څخه استفاده وکړي.
داپه داسې حال کې ده چې دکابل _ تورخم  په لويه لاره کې  له اندازي زيات  دوسايطو تګ راتګ  او يوازي ديوې کرښې  فعالوالې  د خونړيو ترافيکي پيښو دزياتوالې  او دترافيکي بهير د سستوالې  سبب شوي دي .
اوس دکابل _ تورخم دلويې لاري  دعمومي واټ دلومړني سړک ځيني برخې ويجاړې شوي دي او ترميم ته اړتيالري.
دفوايد عامې وزير وايي چې ددغې لويې لاري دعمومي واټ دجوړولو اوقيرکولو په کار کې به  په سلو کې سل کيفيت په پام کې ونيول شي .
ټاکل شوې ده دنړيوال بانک ديوسلو پنځوس مليونه ډالري په مرستي سره  دبهسودو پله ته څيرمه يو ستر پل  جوړشي .
او اوسني پل  هم  چې دوسايطو دزيات تګ راتګ له امله يو څه ويجاړشوي دي ترميم شي .
نجيب الله اوژن وويل  چې دنوي پل دجوړولو لپاره  مقدماتي کارونه  اودبهسودو پله دترميمولو کار به تريوې اوونۍ پوري پيل شي.
دبهسودو پل   چې دکونړ او نورستان ولايتونه او دننګرهار ولايت شپږولسوالۍ سره نښلوي  په هيواد کې   دموټرو دتګ راتګ    له مهمو پلونو څخه دي .
په دې وروستيو وختو کې دننګرهار ولايت اوسيدونکو دمظاهرې په کولو سره  دبهسودو دپله ترڅنګ ديو نوى پل د  جوړولو  اوداوسني پل  دترميمولو  غوښتنه کړې وه .
دفوايد عامې وزير ننګرهار ته دخپل سفر په بهيرکې  په دغه ولايت کې  دسړکونو دجوړولو  او پخولو پروګرامونه هم  وکتل .
ننګرهار  دافغانستان  له هغو ولايتونو څخه دي  چې له ولسواليو  او نورو ولايتونو سره   ټولې مواصلاتي لاري يې قير شوي دي .
دفوايد عامې وزير نجيب الله اوژن وايي  چې په نږدي راتلوونکي کې به  دجلال اباد  ښاروالۍ ترڅنګ  دښار او ولسواليو   يوشمير  کوچني اوفرعي واټونه قيرکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته