کابل باختر د لړم پنځلسمه :
دکابل جلال اباد دلويې لارې په اوږدو کې پرون دامنيتي ځواکونو ګډ عمليات پيل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې امنيتي ځواکونو دکابل _ جلال اباد دلويې لارې په اوږدو کې دښه امنيت دتامينولو په موخه دلغمان ولايت دقرغيو ولسوالۍ او دکابل ولايت دسروبي ولسوالۍ له استقامتونو څخه ګډ عمليات پيل کړي دي .
دغه عمليات په بشپړه توګه دتروريستانو دپټنځيو تر دړې وړې کولو پورې دوام لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ